IQNA

د مصر  په قرآن ریډیو کې د تبلیغاتو د خپریدا د لغوه کیدا هرکلی  وشو

14:46 - January 18, 2025
د خبر لمبر: 3490486
ایکنا- د  مصر د قرآن ریډیو  څخه د سوداګریزو تبلیغاتو د خپریدا لغوه کیدل د ټولنیزو   کارپیژاندو او فعالانو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

ایکنانیوز  د  maspero.eg له قوله راپور راکړ، په مصر کې ټولنیزو کارپيژاندو او فعالانو د مصر په قران ریډیو کې د تجارتی تبلیغاتو او اشتهاراتو د بندیدا په باب ددغه هیواد دریډیو او ټيلییوژنی د  ادارې د چارواکو د  اعلامیې هرکلی کړی دی.

دغه ریډیو ئي چینل  په مصر او اسلامی نړۍ کې  څه دپاسه ۶۰ میلیون آوریدونکي لري او په عربی نړۍ کې په دیني رسندویو کې د تخصصي ریډیو لومړنۍ بوسټر شمیرل کیږي.

د حکومتي رسندوئي  مدیریّت د شورا فیصله  د یو شمیر غونډو او بخش نامو وروسته شوې ده چې  په هغو کې  ترټولو  څرګنده  په ټيلیویژني ،ريډیو ئي  چینلونو او سایټونو کې  د فال ګیرانو او نجوم ګرو  د شون ممنوعیّت  دی.

 دغه مرجع  په خپل فیس بوک  رسمي پاڼې کې  په یوې اعلامیې کې  وئيلي  دي، چې دغه فیصله د قرآن کریم د ریډیو د مخاطبانو  له خوا  او دغه راز  د مذهبی رسمي اورګانونو د رهبرانو له خوا  د ډيرو شکایتونو له وړاندې کیدا وروسته غوره شوې او وئيلي  ئې دي،چې دغه فیصله د جنورۍ  له لومړۍ نیټې اعمال شوې ده .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د احمد المسلماني  په مشرۍ د حکومتي رسندویو د مدیریّت شورا د قرآن کریم له ریډیو څخه نورو ریډیو ئي چینلونو ته د سوداګریزو  اشتهارونو دمنتقلولو په باب  د تبلیغاتو د کمیټې فیصله تصویب کړې ده. همداراز د مصر د خزانې وزارت  وئيلي دي ، چې  ددغه چینل د عایداتو د کمښت  د هرډول  احتمال د مخنیوي لپاره به ورڅخه مالی ملاتړ وشي.

د قرآن کریم د ریډیو  مشر اسماعیل دویدار ،د قرآن له ریډیو څخه د تبلیغاتو ددایمی لغوه کیدا په باب دملی رسانئ د ادارې  فیصله یوه تاریخي او شجاع  فیصله بللې او ټينګار ئې کړی دی چې  د مصر له داخل او بهره  ددغو تبلیغاتو په باب شکایتونه ترسلاسه شوي  دي.

https://iqna.ir/fa/news/4258163

captcha